Close Menu
    What's Hot

    اتحاد د شپږو نویو لارو سره د افریقا شبکه پراخه کړه

    اپریل 18, 2026

    د متحده عربي اماراتو اقتصاد د ۲۰۲۶ کال د قوي معلوماتو له مخې نړیوال وده غځوي

    اپریل 18, 2026

    د DOJ د Vasudha پروړاندې ټول تورونه لغوه شول

    اپریل 17, 2026
    Facebook X (Twitter) Instagram
    Khyber Agency ReporterKhyber Agency Reporter
    • روغتیا
    • تفریح
    • سوداګرۍ
    • اتوماتیک
    • سپورت
    • لوکس
    • خبرونه
    • د ژوند طرز
    • ټیکنالوژي
    • سفر
    Khyber Agency ReporterKhyber Agency Reporter
    کورپاڼه » د غټو معلوماتو نندارتون 2023: له کلتور سره د ډیجیټل ټیکنالوژۍ مدغمول
    PR Newswire

    د غټو معلوماتو نندارتون 2023: له کلتور سره د ډیجیټل ټیکنالوژۍ مدغمول

    مې 29, 2023
    Facebook WhatsApp Twitter Telegram Reddit VKontakte Pinterest LinkedIn Tumblr Email

    گویناینگ، چین، مۍ 27، 2023 /PRNewswire/ — د Huanqiu.com خبریز راپور لخوا

    د غټو معلوماتو نندارتون 2023 چې له ډیره وخته ورته انتظار کېده د مۍ له 26 څخه تر 28 پورې په گویناینگ کې ترسره کېږي، چې پدې کې به د ټیکنالوژیکو لاسته راړونو د لړۍ په اړه معلومات وړاندې شي او د کلتور او ټینکالوژۍ ترمنځ به اړيکې سره تعریف کړي. لکه څرنگه چې ډیجیټل ټیکنالوژي لکه پراخه ټیکنالوژي، کلاوډ کمپیوټینگ په ډېر سرعت سره وده کوي، دوی کلتوري سکتور د فعالیت او توزیع یو نوي پړاو ته هڅوي او پدې توگه د کلتوري پراختیا لپاره ډیری فرصتونه رامنځته کوي.

    هغه ټیکنالوژیانې کومې چې ژورې تجربې وړاندې کوي، لکه ایکسټینډیډ ریالیټي (xR) او درې اړخیزې پروژې نه یوازې دا چې هغو کلتوري لارو ته په کومو کې چې محصولات مصرفیږي بدلون ورکوي، بلکې دې ته هم بدلون ورکوي چې څرنگه تولید شوي دي. شینزین ابسین اوپټیلیکټرانیک شرکت چې د ننداریزو سکرینونو LED د تولید په برخه کې یو مخکښ شرکت دی، هغه به په دې نندارتون کې خپل ترټولو غوره محصولات او نوښتیزې حللارې نندارې ته وړاندې کړي، چې دا به لیدونکو وتوانوي، ترڅو د لومړي لاس زړه راښکونکي تصویري توکي وویني.

    د ابسین غرفې کې یوه مهمه نقطه د فلم کولو مجازي پړاو دی، چې په لومړي سر کې د ابسین ننداریزې سکرینونه LED نندارې ته وړاندې کوي، ترڅو دمخه مشخص شوي تصاویر تولید کړي او ځانگړي ترتیبات رامنځته کړي. پداسې حال کې چې لیدونکي صحنې ته ننوځي، هغوی به د لوړ تخنیک ټیکنالوژۍ پرمټ دغه صحنې ته منتقل کړی شي او پدې توگه به یو حیرانونکې حسي منظره تجربه کړي.

    د ابسین مجازي پړاو د “xR” مجازي فلمبرداري ده ترڅو د یو تخنیکي ملاتړ په توگه ترې ليدونكو ته د یوې پراخې تجربې په وړاندې کې ترې استفاده وشي. xR تمدید شوي واقعیت ته اشاره کوي، په کوم کې چې VR (مجازي واقعیت) AR (زیات شوی واقعیت) او MR (ترکیبي واقعیت) شامل دي. دا ټیکنالوجي په څو ډگرونو کې په زیاتیدونکې توگه رایج کیږي، لکه په اعلاناتو، د فیلم په تولید او ژوندي تجارت کې. یو له دغو د پام وړ پروگرامونو څخه مجازي فلمبرداري ده چې په هغې کې ننداریز سکرینونه او ډیجیټل فلمبردارۍ سره مدغم کیږي ترڅو په دیجیټلي توگه ځانگړې مجازې “صحنې” بیاځلې وښیي. دا لوبغاړو ته فرصت ورکوي ترڅو په مستقیمه توگه د AR په یو مجازي چاپیریال کې فعالیت وکړي چې دا کار د وخت او قیمت د تولید په برخه کې د پام وړ سپما لامل کیږي.

    د ابسين يوه مدير د xR مجازي فلمبردارۍ د منطق په اړه داسې ویلي دي: “xR د نړۍ ور هاخوا دروازه پرانیزي ترڅو د مجازي واقعیتونو یوه متنوعه ټولگه سره مدغم کړي. او دا د فلم او تلویزون په برخه کې د یوې اساسي پرمختللې ټیکنالوژۍ استازیتوب کوي، چې د فلمبردارۍ صنعت ټولو فعالیتونه تقویه او وده ورته ورکوي. د دې عظیم استعداد ته په کتو سره، xR به صنعت له نورو برخو سره وصل کړي، لکه تعلیم، ځیرک تولید او د انرژۍ تامین. بې له شکه، دا د ننداري صنعت په ارتقا کې راتلونکی رجحان څرگندوي.”

    د دې مجازي فلمبردارۍ ټیکنالوژۍ پرمټ د رامینځته شوي نوښت سربیره، ابسین لگیا دی ترڅو په کلتوري مضمون لرونکي سیاحت کې د ډیجیټلي کلتور د تجربې ناول هم بډایه کړي. د مثال په توگه، ابسین د بېجينگ د يونيورسل ريزورټ په مركزي سيمه کې د موضوعي جاذبې په جوړولو کې مهم رول لوبولی دی. د پرمختللي ننداریزې ښودنې ټیکنالوژۍ LED په درلودلو سره، دا څو اړخیزه حسي تجربه رامنځته کوي. د گویانگ لوی تیاتر د نمایشي هنرونو مرکز د LED له داسې صحنو څخه چې د متحرکو سکرینونو او څلوراړخیزه څرخيدونکې صحنې سره سینگار شوی دى گټه پورته کوي، چې لیدونکې ترې خوند اخلي. برسېره پر دې، ابسن د نندارتون صنعت باندې تاثیر کړی دی، په ځانگړې توگه د جيانگشي ولايت د شانگراو ښار د وانان ولسوالۍ د ساينس او ټيکنالوجي کلتوري په مرکز یې هم تاثیر کړی دی، چې له دې سره د ابسن پراخه ډیجیټلي وسایل (CAVE) او د معلوماتو ښودلو ځیرک سکرین مرکز یې په نوي ساینس، ټیکنالوژۍ او کلتوري نقطې باندې هم تبدیل کړی دی. د ابسن رییس وویل، “د ډیجیټلي ټیکنالوژۍ سکرین LED د استعمالولو څخه زموږ هدف په منځپانگې، ماډلونو او سوداگریزو طریقو کې انقلاب راوستل او د پام وړ کلتوري جاذبې رامینځته کول او په دوامداره توگه د لیدونکو او اوریدونکو تجربو ته وده ورکول دي.”

    په ډیجیټلي دور کې، ټیکنالوژیکي پرمختگونه او محتوی د کتلوري صنعت ارتقا پر مخ وړي، چې په پایله کې، د فکري ملکیت د ساتنې غوښتنه خورا په عاجله توگه کیږي.

    په نندارتون کې، د فکري ملکیت د خپرولو خونه د چین آي پي آر بیگ ډیټا او انټلیجینټ سرویس سیستم (Inspiro) معرفي کوي. د خپرونې خونې رییس څرگنده کړه: “موږ د معلوماتو 491 ټولگې راجمع کړي دي چې د 383T+ ظرفیت او د 1 مليارد + مقدار ته رسیږي”. انسپایرو د معلوماتو سرچینې سره یوځای کوي، چې په دې کې د کورنیو او بهرنیو اختراعاتو ثبت، سوداگریزې نښې، فکري ملکیت قضیي او معیارونه، علمي ژورنالونه، جغرافیایي نښانونه، د نباتاتو نوي ډولونه، او د اړونده سرکټ د رسمولو ډیزانونه شامل دي. انسپایرو مختلف کارونه ترسره کوي، لکه د معلوماتو بیالاسته راوړنه، څیړنه، لومړني اخطارونه او په غټو معلوماتو کې د پروژې مدیریت”.

    د تعاملي ډیټا د تجسم او د ډیټا د نظارت او تحلیل په کارولو سره، انسپایرو په اسان ډول د ډیټا پیچیده اړیکې او د ډیټا استنباطاتو ته ارتباط برابروي.

    رییس زیاته کړه، “د خپرونو خونه دنده لري چې د خپل ژوند په اوږدو کې د فکري ملکیت نظارت وکړي. له هغه وخته چې کتابونه، نقاشي یا نور اثار رامنځته کیږي، موږ د دوی اصليت او د فکري مالکیت د ساتنې، تحقق او نقض د مدیریت تصدیق کوو.”

    کلتوري ډیجیټل کول اوس یوه ملي تگلاره ده. په گويژو کې ډیجیټل کول عامه کلتوري خدمتونه بډایه کوي، مختلفې اړتیاوې پوره کوي. کتابتونونه د ټیکنالوژیو پرمټ لکه روبوټ لارښودونو، ډیجیټل سرچینو، او مجازي واقعیت له لارې د لوستلو تجربه لا نوره هم ښه کوي. کلتوري ځایونه لکه موزیمونه، چې د “کلاوډ” سره وصل شوي دي، لیدونکو ته د کلاوډ د فعالیت او نندارتونونو له لارې نوې او پراخې تجربې برابروي. “گویژو ته د يو كوډ اپلیکیشن سره سفر”، چې د گويژو د سیالیانیانو د خوښې ځایونو په اړه يې معلومات راجمع کړي دي، ټولیز سیاحت او ښایسته تجربې وړاندې کوي. د کلتوري صنعت معلوماتو پرمختللی تکامل ډیرو خلکو ته گټه رسوي.

    مربوطه لیکنې

    د DOJ د Vasudha پروړاندې ټول تورونه لغوه شول

    اپریل 17, 2026

    CBD ګوانګجو 2026 به د جولای په میاشت کې د ګلوبل بلډنګ ډيکوريشن او سمارټ کور د پرمختګ ننداره وکړي

    اپریل 14, 2026

    د طبي انځورګرۍ اصلي برخود محدوديت ماتول: VITAL MedTech د CMEF 2026 کې له موادو تر طبي سیسټمونو پوري خپل بشپړ یوځای شوی تولیدي بهیر حل وړاندې کړ

    اپریل 14, 2026
    د مدیر انتخاب

    اتحاد د شپږو نویو لارو سره د افریقا شبکه پراخه کړه

    اپریل 18, 2026

    د متحده عربي اماراتو اقتصاد د ۲۰۲۶ کال د قوي معلوماتو له مخې نړیوال وده غځوي

    اپریل 18, 2026

    د مالیزیا حلال صادرات ۱۰.۹٪ زیات شوي او ۶۸.۵۲ ملیارد رینګ ټرم ته رسیدلي دي

    اپریل 17, 2026

    رایډ فلوکس د سویلي کوریا لومړی تادیه شوی بار وړلو جواز وګاټه

    اپریل 16, 2026
    © 2023 Khyber Agency Reporter | ټول حقونه خوندي دي
    • کور
    • موږ سره اړیکه ونیسئ

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.