Close Menu
    What's Hot

    د ایبولا بحران د کانګو په ډیموکراتیک جمهوریت کې په ډیرو سیمو کې بې ساري کچې ته پراخ شوی

    اگست 3, 2026

    د اتریش ګرمۍ څپې ریکارډ لوړې کچې ته ورساوه او ۱.۴ ملیارد یورو زیان یې ورساوه

    اگست 3, 2026

    د انګلستان لمریزه برېښنا د پلګ ان سولر له پیل څخه مخکې ۲۲.۸ ګیګاواټه ته ورسېده

    اگست 3, 2026
    Facebook X (Twitter) Instagram
    Khyber Agency ReporterKhyber Agency Reporter
    • روغتیا
    • تفریح
    • سوداګرۍ
    • اتوماتیک
    • سپورت
    • لوکس
    • خبرونه
    • د ژوند طرز
    • ټیکنالوژي
    • سفر
    Khyber Agency ReporterKhyber Agency Reporter
    کورپاڼه » د پایداره مالي چارو انقلاب: په سائوپائولو کې د CASI په حضوري افتتاحیه غونډه کې د Spurs همکاري او ظرفیت لوړونه
    PR Newswire

    د پایداره مالي چارو انقلاب: په سائوپائولو کې د CASI په حضوري افتتاحیه غونډه کې د Spurs همکاري او ظرفیت لوړونه

    اپریل 10, 2024
    Facebook WhatsApp Twitter Telegram Reddit VKontakte Pinterest LinkedIn Tumblr Email

    سائوپائولو، اپریل 9، 2024 /PRNewswire/ — د پایداره پانګونې د ظرفیت لوړونې اتحادیې (CASI) د 2024 د اپرېل په 3 تر 5 نېټه د برازیل په سائوپائولو کې د خپلې افتتاحیې حضوري غونډه پیل کړه. د غونډې موخه دا وه چې له چاپېریالي لحاظه د مناسبو ابتکاراتو مالي تمویل یوه وخت ته راولي او همزمانه یې کړي، او د لاتین امریکا سیمه داسې حالت ته بوځي چې د GHG کچه پکې ټیټه وي او له اقلیمي لحاظه پایداره راتلونکی ولري.

    CASI د COP28 د فعالیت په جریان کې په لاره واچول شوه، او موخه یې دا ده چې په نویو مارکېټونو او مخ په ودې هېوادونو (EMDE) کې د پایداره مالي چارو او پانګونو په برخه کې ظرفیت لوړ کړي. CASI له 50 څخه زیات نړیوال غړي لري او د نورو هېوادونو غړیتوب لا هم په وده کې دی، او د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه مختلف شریکان دې ګډو هڅو ته تشویقوي.

    په دې دوه ورځنۍ غونډه کې بېلابېل نړیوال ګروپونه سره راټول شوي وو چې له 200 څخه زیات وګړي په حضوري ډول په غونډه کې شامل وو او له 1000 څخه زیاتو کسانو په مجازي ډول په غونډه کې ګډون کړی و، چې له دې ډلې څخه برازیل او د لاتینې امریکا ځینو نورو هېوادونو لکه پیرو او مکسیکو د پام وړ ګډون درلود. په دې غونډه کې تقنیني نهادونو لکه د مالیې وزارت او مرکزي بانک هم ګډون کړی و، او د مالي تأسیساتو، زراعتي-تجارتي صنایعو، تحقیقاتي سازمانونو، او د خدماتو د چمتوکوونکو ادارو استازو د خپلو نظریاتو په شریکولو سره زموږ غونډه لا پیاوړې کړه.

    دې غونډې دا زمینه برابره کړه ترڅو برازیل او د لاتینې امریکا د نورو هېوادونو ذیدخل سازمانونه د پایدارې پانګونې د چاپېریال په هکله خپله پوهه سره شریکه کړي. په دې غونډه کې د پایداره مالي چارو شپږ کلیدي برخې تر بحث لاندې ونیول شوې لکه، د مارکېټ محرکونه، د پالیسۍ چوکاټونه، مالي وسایل، د پایدارۍ نشر، انتقالي فایننس، او د حیاتي نوعو محافظت.

    د CASI مشر او د G20 د پایدار مالي کاري ګروپ مرستیال ښاغلي ما جون تأکید وکړ چې هر کال له 4 تر 6 ټریلیونه امریکايي ډالرو ته اړتیا ده ترڅو د ټیټ کاربن اقتصادي مرحلې ته ورسېږو او د UN SDG ترلاسه کړو. ما جون تأکید وکړ چې په دې برخه کې ظرفیت لوړونه ډېر اساسي رول لري، او د CASI او نورو هېوادونو لکه برازیل، پیرو او مکسیکو ترمنځ ګډه همکاري خورا مهمه ثابتېدی شي.

    د برازیل د مالیې پخواني وزیر ښاغلي جوکوېیم لیوي هم همدا مورد تکرار کړ، او اقلیمي بدلون ته د رسیدګۍ او د شخصي سکتور د سرچینو د تحرک لپاره یې د CASI په شان پلټفارمونو ته په اړتیا باندې تأکید وکړ. ماریو نیټو، د iCS اجرایوي مشر د بایوایکانومي، طبیعي حل لارو، او پایداره زیربنا په برخه کې د پانګونې فرصتونه په نښه کړل، او د مختلفو ذیدخلو او مالي وسایلو ونډه یې په دې برخه کې مهمه وګڼله. تکمیلي ورکشاپونه، په زراعتي سکتور کې د پایداره روشونو د لیدلو لپاره د نیمې ورځې لپاره له کاري ساحې څخه لیدنه هغه ملموث مثالونه دي چې د مؤثر تطبیق ښودنه کوي.

    CASI څلور پروګرامونه په لاره واچول، لکه، حضوري غونډې، میاشتني سمینارونه/ویبنارونه، د زده کړې لپاره آنلاین کورسونه، او د بین المللي مالي تأسیساتو لپاره د صرافۍ او پسیو د لېږدرالېږد خدمات. CASI په پام کې لري چې تر 2030 کال پورې به تر 100000 کسانو ته روزنه ورکړي، او راتلونکې غونډه به یې د جون میاشتې په پای کې په هانګ کانګ کې ترسره شي، او وروسته به بیا په افریقا او منځني ختیځ کې هم غونډې ترسره کړي ترڅو خپلې نړیوالې موخې ته، چې په نړۍ کې د پایداره مالي چارو راوستل دي، ورسېږي.

    اړيکه: یانګهان چېن،chenyh@ifs.net.cn

    مربوطه لیکنې

    ملیکن شرکت د Millad ClearX™ 9000 سوداګریز تولید پیل کړی ترڅو د پرمختللي پولی پروپیلین حلونو لپاره د مخ په زیاتیدونکي غوښتنې ملاتړ وکړي

    جولای 31, 2026

    د نړۍ لومړی نړیوال ناروغ د جیاهوی نړیوال سرطان مرکز کې د نوې تصویب شوې CAR-T درملنې غوټه جوړوونکی سرطان لپاره درملنه پیل کړه

    جولای 7, 2026

    Inovance د 280 میلیونه ډالرو په ارزښت د لوړ ځواک موټرو فابریکه کې پانګونه کوي، د غټ صنعت د کاربن صفر اخراج هدف سره

    اپریل 24, 2026
    د مدیر انتخاب

    د ایبولا بحران د کانګو په ډیموکراتیک جمهوریت کې په ډیرو سیمو کې بې ساري کچې ته پراخ شوی

    اگست 3, 2026

    د اتریش ګرمۍ څپې ریکارډ لوړې کچې ته ورساوه او ۱.۴ ملیارد یورو زیان یې ورساوه

    اگست 3, 2026

    د انګلستان لمریزه برېښنا د پلګ ان سولر له پیل څخه مخکې ۲۲.۸ ګیګاواټه ته ورسېده

    اگست 3, 2026

    آسټرالیا د معلولیت ملي بیمې سکیم کې لوی اصلاحات تصویب کړل

    اگست 1, 2026
    © 2023 Khyber Agency Reporter | ټول حقونه خوندي دي
    • کور
    • موږ سره اړیکه ونیسئ

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.