Close Menu
    What's Hot

    د ایبولا بحران د کانګو په ډیموکراتیک جمهوریت کې په ډیرو سیمو کې بې ساري کچې ته پراخ شوی

    اگست 3, 2026

    د اتریش ګرمۍ څپې ریکارډ لوړې کچې ته ورساوه او ۱.۴ ملیارد یورو زیان یې ورساوه

    اگست 3, 2026

    د انګلستان لمریزه برېښنا د پلګ ان سولر له پیل څخه مخکې ۲۲.۸ ګیګاواټه ته ورسېده

    اگست 3, 2026
    Facebook X (Twitter) Instagram
    Khyber Agency ReporterKhyber Agency Reporter
    • روغتیا
    • تفریح
    • سوداګرۍ
    • اتوماتیک
    • سپورت
    • لوکس
    • خبرونه
    • د ژوند طرز
    • ټیکنالوژي
    • سفر
    Khyber Agency ReporterKhyber Agency Reporter
    کورپاڼه » د یوه کمربند او یوې لارې نوښت د 10مې لسیزې لمانځل: د شېنګهو وا پوهنتون د نړيوالې پراختیا په وده کې د شېنګهو وا د خلکو رول په ګوته کوي
    PR Newswire

    د یوه کمربند او یوې لارې نوښت د 10مې لسیزې لمانځل: د شېنګهو وا پوهنتون د نړيوالې پراختیا په وده کې د شېنګهو وا د خلکو رول په ګوته کوي

    اکتوبر 30, 2023
    Facebook WhatsApp Twitter Telegram Reddit VKontakte Pinterest LinkedIn Tumblr Email

    بيجېنګ، اوکتوبر 30، 2023 /PRNewswire/ — د شېنګهو وا پوهنتون استادانو، محصلینو، او فارغ التحصیلانو د یوه کمربند او یوې لارې په نوښت (BRI) کې د خپل ګډون له لارې د خپلو هغو نوښتي نظریاتو او هڅو د راغونډولو تجربې سره شريکې کړې چې نړيوال پرمختګ ته لاره هواروي او یو له بله سره تړلې او نه بېلېدونکې نړۍ رامنځ ته کوي.

    د بشپړ تعامل ګڼ چینلیزه خبرونو نشر دلته تجربه کړئ: https://www.multivu.com/players/English/9220851-tsinghua-university-highlights-tsinghua-people-promoting-global-development/

    دغه مرکې د هغه نوښت برخه ده چې د شېنګهو وا پوهنتون د یوه کمربند او یوې لارې انسټیټیوټ لخوا په 2023 کې د BRI د 10مې کلیزې د لمانځلو لپاره پیل شوی دی. پر یوټیوب باندې خپره شوې ویډیو د شېنګهو وا ټولنې د غړو له خوا د یوې لسیزې اغیزې په ګوته کوي کومې چې د اکادميکې تبادلې او د BRI په کچه هیوادونو کې د مهمو زیربنا د پیاوړتیا له لارې په دې لېږدوونکي نړیوال خوځښت کې مهم رول لوبولی دی.

    ژاوو کیجین، د شېنګهو وا پوهنتون د ټولنیزو علومو د ښوونځي استاد او مرستیال رییس، د فاکولتې له غړو څخه و چې په اوایلو کې یې د BRI په پراختیا کې مشارکت درلود. هغه او د هغه همکارانو د اړوندو وزارتونو او کمیسیونونو له خوا په جوړو شویو غونډو کې برخه اخیستې او د راپورونو له لارې یې حکومت ته بصیرت لرونکي نظریات وړاندې کړي دي. په 2007 کې، نوموړی له داسې ټیم سره یوځای شو چې د یوه کمربند یوې لارې د فورم د تاسیس مشري یې کوله، او په نړيواله کچه د نړيوالو مسایلو د حل په موخه يې داسې چينايي حللارې وړاندې کولې چې هدف يې “د چين د غږ وړاندې کول او د نړۍ د اقتصاد په زړه کې د چینايي پالیسیو توصېح کول وو. “

    د شېنګهو وا پوهنتون د یوه کمربند او يوې لارې د انسټیټیوټ اجرايوي رئيس شي ژيکين “د پاليسۍ د سلاکار” په توګه د پوهنتون هغه رول څرګند چې د BRI د ستراتیژیکي پراختیا په موخه یې د چین د مخکښو فکري مرکزونو په ګډه همکارۍ لویې څېړنې او کارونه ترسره کړي دي.

    د ژورنالیزم او مخابراتو د ښوونځي استاد او د شېنګهو وا پوهنتون د نړيوالې وړتیا او نهرنیو کړنو استاد هو یو وویل: “تعصبات ډېر کله د پوهاوي د نشتوالي له امله رامنځ ته کیږي ، نو له همدې امله لومړی لاس معلومات خورا مهم دي.” د چین او نورو هېوادونو تر منځ د دوه اړخیزه تفاهم د پراختیا په موخه، نوموړي يو لړ علمي او کلتوري تبادلې تنظیم کړې چې د بېلا بېلو کلتورونو او ټولنو د بصيرت په ترلاسه کولو کې يې د محصلينو او د پوهنتون له کارکوونکو سره مرسته وکړه.

    د سېول انجینرۍ د برخې فارغ التحصیل، ژینګ هاوو، د محصیلینو یو له هغو استازو څخه دی چې د ملګرو ملتونو د آسیا پسیفیک ځوانانو د تبادلې په پروګرام کې یې برخه اخیستې وه. هغې د تایلینډ په محرومو سیمو کې څیړنې ترسره کړې، چې داسې یوه تجربه ګڼل کېږي چې هغې ته یې داسې هيلې بښلې دي چې غواړي “نړيواله ملکي کارمنده” شي.

    په سینهایډرو دفتر 11 شرکت لمیټډ کې د افریقا څانګې مرستیال کاو فینګز، او د شېنګهو وا پوهنتون یوه فارغ التحصیله محصل، د هغه الهام بښونکي سفر په اړه معلومات شریک کړل چې له نوموړي سره یې په زیربنایي پروژو کې د ښکیلتیا له لارې د افریقا په کچه د نړیوالې ټولنې لپاره د شخصي ارزښتونو په موندلو کې مرسته وکړه.

    هغه برج چې د چین او مصر تر منځ د ديپلوماتيکو اړیکو د 65مې کلیزې په مناسبت په 2021 کال کې رغول شوی دی او د مصر په نوې پلازمېنه کې د 385 مترو په لوړوالي سره د نوي CBD په افقي کرښه کې موقعیت لري، چمتو دی ترڅو د افریقا په کچه د تر ټولو لوړې ودانۍ لقب خپل کړي. د شېنګهو وا پوهنتون فارغ التحصیله محصل او د يادې پروژې عمومي مدير ژانګ يیکېنګ د ډيزاين اجزاوې تشريح کړې چې هم په ساختماني چارو کې د چين تخصص څرګندوي او هم د دواړو ملتونو ترمنځ د تلپاتې اړيکو سمبول ګڼل کېږي.

    ویډیو – https://mma.prnewswire.com/media/2259363/video.mp4

    اړیکه: GCO، overseas@tsinghua.edu.cn، +86 010-62797561

    مربوطه لیکنې

    ملیکن شرکت د Millad ClearX™ 9000 سوداګریز تولید پیل کړی ترڅو د پرمختللي پولی پروپیلین حلونو لپاره د مخ په زیاتیدونکي غوښتنې ملاتړ وکړي

    جولای 31, 2026

    د نړۍ لومړی نړیوال ناروغ د جیاهوی نړیوال سرطان مرکز کې د نوې تصویب شوې CAR-T درملنې غوټه جوړوونکی سرطان لپاره درملنه پیل کړه

    جولای 7, 2026

    Inovance د 280 میلیونه ډالرو په ارزښت د لوړ ځواک موټرو فابریکه کې پانګونه کوي، د غټ صنعت د کاربن صفر اخراج هدف سره

    اپریل 24, 2026
    د مدیر انتخاب

    د ایبولا بحران د کانګو په ډیموکراتیک جمهوریت کې په ډیرو سیمو کې بې ساري کچې ته پراخ شوی

    اگست 3, 2026

    د اتریش ګرمۍ څپې ریکارډ لوړې کچې ته ورساوه او ۱.۴ ملیارد یورو زیان یې ورساوه

    اگست 3, 2026

    د انګلستان لمریزه برېښنا د پلګ ان سولر له پیل څخه مخکې ۲۲.۸ ګیګاواټه ته ورسېده

    اگست 3, 2026

    آسټرالیا د معلولیت ملي بیمې سکیم کې لوی اصلاحات تصویب کړل

    اگست 1, 2026
    © 2023 Khyber Agency Reporter | ټول حقونه خوندي دي
    • کور
    • موږ سره اړیکه ونیسئ

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.