Close Menu
    What's Hot

    د ایبولا بحران د کانګو په ډیموکراتیک جمهوریت کې په ډیرو سیمو کې بې ساري کچې ته پراخ شوی

    اگست 3, 2026

    د اتریش ګرمۍ څپې ریکارډ لوړې کچې ته ورساوه او ۱.۴ ملیارد یورو زیان یې ورساوه

    اگست 3, 2026

    د انګلستان لمریزه برېښنا د پلګ ان سولر له پیل څخه مخکې ۲۲.۸ ګیګاواټه ته ورسېده

    اگست 3, 2026
    Facebook X (Twitter) Instagram
    Khyber Agency ReporterKhyber Agency Reporter
    • روغتیا
    • تفریح
    • سوداګرۍ
    • اتوماتیک
    • سپورت
    • لوکس
    • خبرونه
    • د ژوند طرز
    • ټیکنالوژي
    • سفر
    Khyber Agency ReporterKhyber Agency Reporter
    کورپاڼه » “یو کمربند او یوه لاره”: د جېنرجي (Jinergy) د زرغونې پراختیا سړک
    PR Newswire

    “یو کمربند او یوه لاره”: د جېنرجي (Jinergy) د زرغونې پراختیا سړک

    نوومبر 21, 2023
    Facebook WhatsApp Twitter Telegram Reddit VKontakte Pinterest LinkedIn Tumblr Email

    تایوآن، چین، نوېمبر 21، 2023 /PRNewswire/ —
    2023 کال د یوه کمربند او یوې لارې د نوښت (BRI) کال او د جېنرجي د تاسیس لسم کال دی. یاد شرکت تر دې مهاله د نړۍ په کچه له 50 څخه د ډېرو هېوادونو لپاره د سولرو اغېزمن موډلونه وړاندې کړي دي او یوه کمربند او یوې لارې نوښت د تبادلې د پلټفارم په مرسته دغه شرکت بهر ته پراختیا موندلې ترڅو د ټيټې کچې کاربن په اقتصادي پراختیا کې فعاله ونډه واخلي او د یوه کمر بند او یوې لارې په اوږدو کې د پرتو هېوادونو لپاره زرغونه انرژي تولید کړي.

    په تېرو لسو کلونو کې، چین له 152 هېوادونو او 32 نړيوالو سازمانونو سره د ګډې همکارۍ اړيکې رامنځ ته کړې دي چې په دې سره چینايي توکي تر 300 ډېرو بندرونو ته استول کېږي. جېنرجي د پخو ترانسپورتي حللارو په لرلو سره هڅه کوي ترڅو له هېواده د باندې د مهمو بازارونو د سوداګریزې شبکې طرحه بشپړه کړي.

    په تېرو لسو کلونو کې چين د یوه کمربند او يوې لارې د نړيوالې همکارۍ تر سرلیک لاندې د اقتصادي دهليزونو، د نړيوالو ترانسپورتي لارو او معلوماتي لویو لارو او همدارنګه د اورګاډي د پټلۍ، سړکونو، هوايي ډګرونو، بندرونو، پايپ لاينونو او د بريښنا شبکې د جوړولو لپاره هڅې کړې دي.

    د جېنرجي بهرنۍ سوداګري لا هم په سولري موډلونو باندې متمرکزه ده. هغه څه چې نسبتاً ځانګړي دي دا دي چې دغه شرکت په وروستیو کلونو د بازار په بېلابېلو اړتیاوو باندې تمرکز پیل کړی دی، او مختلفو سناریوګانو ته د ځواب ویلو په موخه یې اختصاصي محصولات تولید کړي دي، لکه د مسکوني پروژو لپاره د کم وزنه موډلونو وړاندې کول، د کلکو ساحو لپاره د لوړ فشار موډل وړاندې کول او داسې نور، او د شاتنۍ بشپړې تورې او شفافې پاڼې په څېر د موډل فرمایش هم کېدی شي ترسره شي. دغو فرمایشي محصولاتو له هېواده د باندې ډېر شهرت موندلی دی، او د جېنرجۍ سوداګري يې ګڼو سيمو ته پراخه کړې ده.

    جېنرجي په چین کې یوه دولتي تصدۍ ده چې له هېواده د باندې “وتلو/پراختیا” د ستراتيژۍ له مخکښو عملي کوونکو څخه ګڼل کېږي. دا مهال، جېنرجي د نړۍ په کچه په په بېلابېلو هېوادونو او سیمو کې په بریالیتوب سره د ګډې همکارۍ پیاوړې شبکې تاسیس کړې دي او د خدماتو تجربې او د پیرودونکو د مثبت شهرت پیاوړی بنسټ یې رامنځ ته کړی دی.

    دا مهال د چين فوټوولټیک شرکتونه د نړيوالې پراختیا 2.0 عصر ته د ننوتلو په حال کې دي. د بهرنۍ همکارۍ په برخه کې د فعالو هڅو له لارې، جینرجي له ګڼ شمېر هیوادونو او سیمو څخه تصدیق لیکونه ترلاسه کړي دي. د غوره خدماتو په وړاندې کولو او د ښه شهرت په لرلو سره، په بېلابېلو نړیوالو بازارونو کې د مخکښ عرضه کونکي په توګه، جینرجي په دوامداره توګه خپلو ټولو اړونده ظرفیتونو ته پراختیا ورکړې ده. جېنرجي ژمنه کوي چې د چين د یوه کمربند او يوې لارې د نوښت په اوږدو کې به د نړيوال بازار لپاره اغېزمنو، د لوړ اعتبار لرونکو او کم کاربن تولیداتو ته پراختیا ورکوي ترڅو د زرغون لېږد چارې په ښه توګه مخ ته لاړې شي.

    لوګو – https://mma.prnewswire.com/media/490476/4414903/JINERGY_Logo.jpg

    اړیکه: سمر لیو، summer.liu@jinergy.com

    مربوطه لیکنې

    ملیکن شرکت د Millad ClearX™ 9000 سوداګریز تولید پیل کړی ترڅو د پرمختللي پولی پروپیلین حلونو لپاره د مخ په زیاتیدونکي غوښتنې ملاتړ وکړي

    جولای 31, 2026

    د نړۍ لومړی نړیوال ناروغ د جیاهوی نړیوال سرطان مرکز کې د نوې تصویب شوې CAR-T درملنې غوټه جوړوونکی سرطان لپاره درملنه پیل کړه

    جولای 7, 2026

    Inovance د 280 میلیونه ډالرو په ارزښت د لوړ ځواک موټرو فابریکه کې پانګونه کوي، د غټ صنعت د کاربن صفر اخراج هدف سره

    اپریل 24, 2026
    د مدیر انتخاب

    د ایبولا بحران د کانګو په ډیموکراتیک جمهوریت کې په ډیرو سیمو کې بې ساري کچې ته پراخ شوی

    اگست 3, 2026

    د اتریش ګرمۍ څپې ریکارډ لوړې کچې ته ورساوه او ۱.۴ ملیارد یورو زیان یې ورساوه

    اگست 3, 2026

    د انګلستان لمریزه برېښنا د پلګ ان سولر له پیل څخه مخکې ۲۲.۸ ګیګاواټه ته ورسېده

    اگست 3, 2026

    آسټرالیا د معلولیت ملي بیمې سکیم کې لوی اصلاحات تصویب کړل

    اگست 1, 2026
    © 2023 Khyber Agency Reporter | ټول حقونه خوندي دي
    • کور
    • موږ سره اړیکه ونیسئ

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.