Close Menu
    What's Hot

    د ایبولا بحران د کانګو په ډیموکراتیک جمهوریت کې په ډیرو سیمو کې بې ساري کچې ته پراخ شوی

    اگست 3, 2026

    د اتریش ګرمۍ څپې ریکارډ لوړې کچې ته ورساوه او ۱.۴ ملیارد یورو زیان یې ورساوه

    اگست 3, 2026

    د انګلستان لمریزه برېښنا د پلګ ان سولر له پیل څخه مخکې ۲۲.۸ ګیګاواټه ته ورسېده

    اگست 3, 2026
    Facebook X (Twitter) Instagram
    Khyber Agency ReporterKhyber Agency Reporter
    • روغتیا
    • تفریح
    • سوداګرۍ
    • اتوماتیک
    • سپورت
    • لوکس
    • خبرونه
    • د ژوند طرز
    • ټیکنالوژي
    • سفر
    Khyber Agency ReporterKhyber Agency Reporter
    کورپاڼه » SANY د مرکزي آسیا او Kazcomak د کانونو او فلزاتو په برخه کې اغیزه پرېږدي، او په سيمه کې پراختیا ته ګړنديتوب ورکوي
    PR Newswire

    SANY د مرکزي آسیا او Kazcomak د کانونو او فلزاتو په برخه کې اغیزه پرېږدي، او په سيمه کې پراختیا ته ګړنديتوب ورکوي

    اکتوبر 10, 2023
    Facebook WhatsApp Twitter Telegram Reddit VKontakte Pinterest LinkedIn Tumblr Email

    چانګشا، چين، اوکتوبر 9، 2023 /PRNewswire/ — د نړۍ د درندو ماشینونو مخکښ تولیدوونکي SANY ګروپ (SANY) په دې وروستیو کې د مرکزي آسیا او Kazcomak د کانونو او فلزاتو نندارتون جوړ کړی و چې د سپتمبر له 20 څخه تر 22 پورې د قزاقستان په الماتا کې ترسره شو. په مرکزي آسیا کې د کان کيندلو د ماشينرۍ اړوند د تر ټولو مهم نندارتون په توګه، د یاد صنعت تر 10 ډېرې لویې کمپنۍ له شاوخوا 40 زره مراجعینو سره راټول شوي وو او ویې لیدل چې SANY د 21.4 ملیونه چينايي ین د سفارشاتو ګټونکی شو.

    په دغه نندارتون کې د SANY د وروستي بیرغ لرونکي تجهیزاتو شپږو واحدونو د خلکو ډېره توجه ځان ته جلب کړه او وستایل شول چې په دې کې STC300V د لارۍ کرېن، 115S د کان کيندلو لارۍ، او اېکس کواټور شاملېږيی. SANY په زړه پورې نڅا، سندرو ویلو، او متقابلو اجراآتو او لوبو سره له هیجان څخه ډکه فضا رامنځ ته کړې وه چې دې ټولو د مراجعینو په منځ کې انګازه خوره کړې وه.

    Mining and Metals Central Asia & Kazcomak

     

     

     

     

     

     

     

    د چین د یو کمربند او یوې لارې نوښت (BRI) ته د ځواب ویلو لپاره د انجینرۍ ماشینونو د لومړنۍ تصدۍ په توګه، SANY په 2014 کې په مرکزي آسیا کې خپل سوداګریزه څانګه تاسیس کړه ، چې د لوړ کیفیت محصولاتو په وړاندې کولو سره د سیمې د زیربناوو د جوړولو لپاره اسانتیاوې چمتو کوي.

    په 2018 کي، ENTER چي په ازبکستان کې د انجينرۍ، تدرکاتو، او ساختماني (EPC) برخه کې یوه تر ټولو لویو کمپنیو څخه ده، له SANY سره د همکارۍ اړيکې رامنځ ته کړې. د هوکړه لیک په لاسلیک کولو سره، یادې کمپنۍ 44 عرادې د SANY کرېنونه یا جرثقیلونه معرفي کړل، او تر دې دمه یې د SANY له 1700 واحدو څخه ډیر تجهیزات چې د شرکت ملکیت دی په سیمه کې په بیلابیلو پروژو کې ښکیل دي، لکه په منځنۍ اسیا کې د اټومي بریښنا د لومړني یسټیشن او په ازبکستان کې په مایع باندې د ګازو د اړولو د فابريکې جوړول چې د یاد هېواد ټولنیزه اقتصادي وده یې ځواکمنه کړې ده.

     

     

     

     

     

     

    سربېره پر دې، د ټیټ کاربن د پراختیا لپاره نړیوال تمایل ته په پام سره، SANY کمپنۍ هم په سيمه کې د نوې انرژۍ په پروژو کې فعاله ده. د روان کال په جولای کې، د SANY د بادي برېښنا 10 واحده توربینونه د قزاقستان د الکارک د بادي بریښنا پروژې ته وسپارل شول. د آګسټ میاشتې د 12مې نېټې په پیلېدو سره، د SANY کرینونو د پورته کولو چارې یوازې په 52 ورځو کې پای ته ورسولې چې دا کار د پېرودونکو د ډېرې حیرانتیا لامل شو. کله چې دغه پروژه ګټې اخيستنې ته وسپارل شي، په کال کې به د سيمې اوسېدونکو ته په ساعت کې 170 ملیونه کیلو واټه پاکه انرژي چمتو کړي، د کاربن ډای اوکسایډ د نشر کچه به تر 176,000 ټنو پورې راټيټه کړي، او د قزاقستان د پاکې انرژۍ د لېږد او او د کاربن د بېطرفۍ په د اهدافو په برخه کې به مرسته وکړي.

     

     

     

     

     

     

     

    SANY د دغو کلونو په جریان کې د لوړ کیفیت محصولاتو په وړاندې کولو او له پلور وروسته د غوره خدمتونو په وړاندې کولو سره په مارکېټ کې ژورې ريښې کړې دي. تر دې دمه، د SANY د ويل لرونکو کرېنونو د مارکېټ سهم په قزاقستان کې تر 61% پورې وده کړې او په راتلونکو کلونو کې به نوره وده هم وکړي. د SANY د مرکزي آسیا د څانګې عمومي مدير، ښاغلي یانګ لي څرګنده کړې چې SANY به له محلي پېرودونکو سره یو ځای کار وکړي ترڅو د سيمې پراختیا او ودې ته دوام ورکړي.

    د SANY ګروپ په هکله د ډېرو معلوماتو لپاره، مهرباني وکړئ www.sanyglobal.com ته مراجعه وکړئ یا پر فېسبوک یا یوټیوب باندې موږ تعقیب کړئ.

     

     

     

     

    تصویر – https://mma.prnewswire.com/media/2241638/Mining_Metals_Central_Asia___Kazcomak.jpg

    تصویر – https://mma.prnewswire.com/media/2241640/WechatIMG20.jpg

    تصویر – https://mma.prnewswire.com/media/2241639/Kazakhstan_s_Alkarek_wind_power_project.jpg

    لوګو – https://mma.prnewswire.com/media/1518641/logo_Logo.jpg

    اړیکه: جیووې ژاؤ، zhaojw16@sany.com.cn

    مربوطه لیکنې

    ملیکن شرکت د Millad ClearX™ 9000 سوداګریز تولید پیل کړی ترڅو د پرمختللي پولی پروپیلین حلونو لپاره د مخ په زیاتیدونکي غوښتنې ملاتړ وکړي

    جولای 31, 2026

    د نړۍ لومړی نړیوال ناروغ د جیاهوی نړیوال سرطان مرکز کې د نوې تصویب شوې CAR-T درملنې غوټه جوړوونکی سرطان لپاره درملنه پیل کړه

    جولای 7, 2026

    Inovance د 280 میلیونه ډالرو په ارزښت د لوړ ځواک موټرو فابریکه کې پانګونه کوي، د غټ صنعت د کاربن صفر اخراج هدف سره

    اپریل 24, 2026
    د مدیر انتخاب

    د ایبولا بحران د کانګو په ډیموکراتیک جمهوریت کې په ډیرو سیمو کې بې ساري کچې ته پراخ شوی

    اگست 3, 2026

    د اتریش ګرمۍ څپې ریکارډ لوړې کچې ته ورساوه او ۱.۴ ملیارد یورو زیان یې ورساوه

    اگست 3, 2026

    د انګلستان لمریزه برېښنا د پلګ ان سولر له پیل څخه مخکې ۲۲.۸ ګیګاواټه ته ورسېده

    اگست 3, 2026

    آسټرالیا د معلولیت ملي بیمې سکیم کې لوی اصلاحات تصویب کړل

    اگست 1, 2026
    © 2023 Khyber Agency Reporter | ټول حقونه خوندي دي
    • کور
    • موږ سره اړیکه ونیسئ

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.