Close Menu
    What's Hot

    د متحده عربي اماراتو او انګلستان د بهرنیو چارو وزیران سیمه ییز کړکېچونه بیاکتنه کوي

    اپریل 20, 2026

    اتحاد د شپږو نویو لارو سره د افریقا شبکه پراخه کړه

    اپریل 18, 2026

    د متحده عربي اماراتو اقتصاد د ۲۰۲۶ کال د قوي معلوماتو له مخې نړیوال وده غځوي

    اپریل 18, 2026
    Facebook X (Twitter) Instagram
    Khyber Agency ReporterKhyber Agency Reporter
    • روغتیا
    • تفریح
    • سوداګرۍ
    • اتوماتیک
    • سپورت
    • لوکس
    • خبرونه
    • د ژوند طرز
    • ټیکنالوژي
    • سفر
    Khyber Agency ReporterKhyber Agency Reporter
    کورپاڼه » د تایلند په خون کاین کې Ratchaphruek روغتون د خپلو ښو وړتیاوو په خاطر د GHA اعتبار ترلاسه کوي، چې د طبي مسافرینو لپاره د نړۍ په کچه خپل خدمات تاييدوي
    PR Newswire

    د تایلند په خون کاین کې Ratchaphruek روغتون د خپلو ښو وړتیاوو په خاطر د GHA اعتبار ترلاسه کوي، چې د طبي مسافرینو لپاره د نړۍ په کچه خپل خدمات تاييدوي

    اگست 22, 2023
    Facebook WhatsApp Twitter Telegram Reddit VKontakte Pinterest LinkedIn Tumblr Email

    خون کاین، تایلند، آګسټ 22، 2023 /PRNewswire/ — Ratchaphruek روغتون د تایلند په خون کاین ولایت کې، د نړيوال روغتیايي مراقبت د اعتبار (GHA) له خوا د طبي مسافرينو لپاره د خپلو ښو وړتیاوو او خدماتو په خاطر د اعتبار په ترلاسه کولو سره مهمې مرحلې ته رسېدلی دی. دغه ویاړ د نړۍ په کچه د طبي خدماتو د چمتو کولو لپاره د Ratchaphruek روغتون نه ماتېدونکې ژمنې په ګوته کوي او دا د طبي مسافرینو لپاره چې د استثنایی پاملرنې په لټه کې دي د باور وړ ځای په توګه موقعیت لري. Ratchaphruek په غربي تایلند کې لومړنی روغتون دی له GHA څخه، چې د طبي سفر د اعتبار مخکښ ګڼل کېږي، دغه ویاړ ترلاسه کوي.

    د تایلند په خون کاین کې Ratchaphruek روغتون د خپلو ښو وړتیاوو په خاطر د GHA اعتبار ترلاسه کوي، چې د طبي مسافرینو لپاره د نړۍ په کچه خپل خدمات تاييدوي

    Ratchaphruek روغتون، د خپل معزز اجرایوي رییس، ډاکټر تیراوت سریناکرین په مشرۍ، د خپلو غوره روغتیایی خدماتو او پر ناروغانو باندې د متمرکز چلند په پایله کې د پام وړ شهرت ترلاسه کړی دی. د روغتون له خوا د ښو کړنو او اجراآتو تعقیب د دې لامل شوی چې په سیمه کې د روغتیايي مراقبت په صنعت کې د مخکښ په توګه وپېژندل شي. د ډاکټر تیراوت په وینا، د بشر پالنه زموږ په ټولو هغو کړنو کې نغښتې ته چې په Ratchaphruek روغتون کې يې ترسره کوو. زموږ د طبي خدماتو د لېږد سیستمونه په دقیقه توګه طراحي شوي، اداره شوي او په مينه سره په داسې هدف لرونکي چلند سره پلي شوي چې د هر ناروغ عقیدې، ارزښتونو، احساساتو، کلتوري شالید او انفرادي اړتیاوو ته درناوی لري. په فرد باندې متمرکز دغه نه لړزېدونکی او نه ماتېدونکی چلند زموږ د روغتیايي مراقبت د فلسفې او عمل د بنسټ په توګه کار کوي.

    د GHA شهرت لرونکی اعتبار د Ratchaphruek روغتون د طبي سفر په خدماتو کې د ښو اجراآتو په تعقیب سره یو مهم پړاو په ګوته کوي. د ناروغانو لپاره د استثنايي تجربو د وړاندې کولو لپاره د روغتون ژمنتیا، او پر کلینیکي پایلو او خوندیتوب باندې تمرکز، دغه روغتون په سيمه کې د یوه مخکښ نهاد په توګه متمایز کړی دی.

    ډاکټر تیراوت زیاته کړه، Ratchaphruek روغتون له GHA سره په زړه پورې تجربه لرلې ده. موږ خوښ یو څرګنده کړو چې د GHA د سروې ټیم د GHA د معیارونو مطابق په پوره دقت سره ارزونه کړې ده، په داسې حال کې د ارزونې له پیله تر پایه یې تود او دوستانه چلند ساتلی دی. په پایله کې، موږ نه یوازې په بشپړ ډول ارزول شوي يو، بلکې د GHA د اعتبار ورکولو د پروسې په هکله په ریښتینې توګه ملاتړ او ډاډ راکړل شوی دی. له غوره اجراآتو سره د GHA اعتبار د یوې مخکښې طبي ادارې په توګه زموږ دریځ تاییدوي او د نړۍ په کچه د پاملرنې د وړاندې کولو لپاره زموږ ژمنتیا پیاوړې کوي.

    د نړیوال روغتیا مراقبت اعتبار د طبي ګرځندوی او روغتیايي ګرځندوی په صنعت کې پېژندل شوی سازمان دی. د هغوی نړيوال معیارونه چې د ISQua/IEEA له خوا اعتبار ورکړل شوی دی، او د طبي سفرونو لپاره مسلکي معیارونه د د روغتیايي خدماتو د چمتو کوونکو، بیمه ورکوونکو، او ګومارونکو په ګډون د مخکښو نړيوالو متخصصينو په همکارۍ رامنځ ته شوي دي. د GHA د اعتبار مهر د باور د سمبول په توګه کار کوي، ناروغانو او نړیوالو تادیه کونکو ته ډاډ ورکوي چې Ratchaphruek روغتون د ناروغ د خوندیتوب او د ناروغ عمومي تجربو ته د پراختیا په موخه هر اړخیزه طرزالعملونه او پالیسۍ پلې کړې دي.

    د اعتبار ورکولو پروسه د روغتیايي مراقبت چمتو کوونکو ته دا فرصت ورکوي ترڅو د طبي سفر ناروغان راجلب او خدمات ورته وړاندې کړي، چې په دې توګه نه یوازې کلینیکي پایلې او د ناروغ رضایت لوړوي بلکه د سازمان په عمومي فعالیت باندې مثبته اغیزه کوي.

    د نړيوال روغتیايي مراقبت اعتبار اجرایوي رییسې، آغلې ريني ماري سټیفن وویل، موږ خوښ یو چې Ratchaphruek روغتون ته د ښو اجراآتو اعبتار، چې د GHA تر ټولو لوړ امتیاز دی ورکوو، چې دا تاييدوي چې هغوی د طبی مسافرینو د ټول سفر په اوږدو کې له سختو نړيوالو معیارنو څخه پیروي کړې ده. له لومړنیو غوښتنو نيولې له ترخیص وروسته ملاتړ پورې، Ratchaphruek روغتون له استثنی پرته د هر ناروغ لپاره انفرادي مراقبت او خدمات چمتو کوي. د مسافرو ناروغانو د هوساینې او رضایت لپاره د دوی ژمنتیا، او په دوامداره پرمختګ باندې د هغوی تمرکز، په رښتیا د ستاینې وړ دی. زه ډاکټر تیراوت او د Ratchaphruek روغتون ټول ټیم ته د دوی د غوره والي او ښو کړنو له امله د دې غوره ستاینې او شهرت د ترلاسه کولو مبارکي وایم.

    د Ratchaphruek روغتون له خوا له غوره کړنو سره د GHA اعتبار په ترلاسه کولو سره، روغتون په نړیواله کچه د روغتیايي خدماتو د پیژندل شوو وړاندې کوونکو له معتبرې شبکې سره یوځای کیږي. دغه شهرت همدارنګه د GHA د متقاضیانو د پوهاوي د نوښتونو له لارې نړيوالو مخاطبینو ته د رسېدو لامل کېږي او سربېره پر دې Ratchaphruek روغتون ته د نړۍ په کچه د باور وړ ترجېحي روغتیايي مراقبت مقام ورکوي.

    د Ratchaphruek روغتون په هکله

    د Ratchaphruek روغتون د تایلند په غربي برخه کې په Khon Kean ولایت کې موقعیت لري. دغه روغتون کې په 1994 کې د 50 بستریزه شخصي عمومي روغتون په توګه په دې هدف سره رامنځ ته شو چې په 2018 کې به په 200 بستریزه “د درملنې شفاء روغتون” باندې بدلېږي. زموږ لرلید د نړیوالو معیارونو او انساني روغتیايي مراقبت چمتو کول دي. په دې توګه، موږ ناروغ ته د ناروغ په توګه، نه د پیرودونکي په توګه او ډاکټر ته د ډاکټر په توګه، نه یوازې د طبي خدمت کوونکي په توګه ګورو. زموږ ټول کارمندان داسې ‘مراقبت ورکوونکي’ دي چې د سازمان د اصلي ارزښت مطابق چې “خوښي په ورکړې سره” دی، د ورته اهدافو لرونکي دي.

    د نړيوال روغتیايي مراقبت د اعبار (GHA) په هکله:

    د نړیوال روغتیايي مراقبت اعتبار (GHA) د اعتبار او تصدیق د ورکړې په برخه کې پیژندل شوی نړیوال نهاد دی چې د طبي او سلامتیا پر سفر، روغتیايي سیاحت، خوندیتوب، او سلامتیا باندې تمرکز کوي. د GHA د سوادګریز فعالیت اصلي هدف، چې په 2016 کې تاسیس شوی، د طبي سفر کوونکو لپاره د تجربو پر بهبود، د کیفیت په اعتباري کولو کې د روغتیايي چمتو کوونکو پر ملاتړ، د مشاهدې پر زیاتېدو او د طبي مسافرینو لپاره د دوامداره سوداګریز موډل پر تطبیق باندې متمرکز دی. له هغه وخته راهيسې، GHA د رغتیا او سلامتیا په ټولو اړخونو کې د اعبار ورکونې، تصدیق ورکونې، روزنې، پراختیا او د اصلاح او مشوري د خدماتو په ګډون د سازمانونو او اشخاصو لپاره بېلابېل پروګرامونه وړاندې کړي دي.

    لوګو – https://mma.prnewswire.com/media/1705658/Global_Healthcare_Accreditation.jpg

    مربوطه لیکنې

    د DOJ د Vasudha پروړاندې ټول تورونه لغوه شول

    اپریل 17, 2026

    CBD ګوانګجو 2026 به د جولای په میاشت کې د ګلوبل بلډنګ ډيکوريشن او سمارټ کور د پرمختګ ننداره وکړي

    اپریل 14, 2026

    د طبي انځورګرۍ اصلي برخود محدوديت ماتول: VITAL MedTech د CMEF 2026 کې له موادو تر طبي سیسټمونو پوري خپل بشپړ یوځای شوی تولیدي بهیر حل وړاندې کړ

    اپریل 14, 2026
    د مدیر انتخاب

    د متحده عربي اماراتو او انګلستان د بهرنیو چارو وزیران سیمه ییز کړکېچونه بیاکتنه کوي

    اپریل 20, 2026

    اتحاد د شپږو نویو لارو سره د افریقا شبکه پراخه کړه

    اپریل 18, 2026

    د متحده عربي اماراتو اقتصاد د ۲۰۲۶ کال د قوي معلوماتو له مخې نړیوال وده غځوي

    اپریل 18, 2026

    د مالیزیا حلال صادرات ۱۰.۹٪ زیات شوي او ۶۸.۵۲ ملیارد رینګ ټرم ته رسیدلي دي

    اپریل 17, 2026
    © 2023 Khyber Agency Reporter | ټول حقونه خوندي دي
    • کور
    • موږ سره اړیکه ونیسئ

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.